- د پېغمبرانو او صالحانو په قبرونو کې له شرعي حدودو څخه تېرېدل د دې لامل ګرځي چې له الله تعالی پرته یې عبادت وشي، نو د شرک له وسایلو څخه ځان ساتل واجب دي.
- دا روا نه ده چې قبرونو ته د هغوی د تعظیم لپاره تلل وشي او هلته یې عبادت وشي، که څه هم د دوی استوګن الله تعالی ته څومره نږدې هم وي.
- په قبرونو د جوماتونو جوړولو حراموالی.
- که جومات شتون ونه لري بیا هم د قبرونو سره لمونځ کول ناروا دي پرته له هغې جنازې څخه چې لمونځ پرې نه وي شوی.