- د الله په دین کې تبلیغ ته هڅول، او دا چې یو څوک باید هغه څه نورو ته ورسوي چې حفظ کړي یې دي او پرې پوه شوی دی، اګر که لږ هم وي.
- د دیني علم د زده کړې وجوب؛ تر څو په سمه توګه د الله تعالی عبادت وکړي او شریعت یې خلکو ته ورسوي.
- د حدیث له صحت څخه د ځان ډاډمنولو اړتیا؛ مخکې لدې چې خلکو ته یې ورسوي او یا یې خپور کړي، تر څو دې سخت ګواښ کې شامل نه شي.
- په خبرو کې په ریښتینولۍ ټینګار او له احتیاط څخه کار اخیستل، تر څو په دروغو کې واقع نه شي، په ځانګړې توګه د الله تعالی په شریعت کې.