- ګناهونه په لوی والي کې سره توپیر لري، لکه څنګه چې نیک عملونه په فضیلت کې سره توپیر لري.
- تر ټولو لویه ګناه: له الله تعالی سره شرک کول دي، بیا لدې وېرې د اولاد وژل چې خوراک به درسره وکړي، بیا دا چې د ګاونډي له ښځې سره زنا وشي.
- روزي د الله په لاس کې ده او هغه پاک ذات د مخلوقاتو د روزۍ تضمین پرغاړه اخیستی دی.
- د ګاونډي د حق لوی والی، او دا چې هغه ته ضرر رسول لویه ګناه ده لدې چې بل چاته ضرر ورسول شي.
- یوازې خالق ذات د عبادت وړ دی او هېڅ شریک نلري.