- د الله تعالی له عبادت څخه د کورونو له خالي کولو څخه ممانعت.
- د پیغمبر صلی الله علیه د قبر د زیارت په نیت له سفر کولو څخه ممانعت، ځکه هغه امر کړی چې درود پرې وویل شي او خبر یې ورکړی چې ورته رسیږي، بل دا چې سفر یوازې نبوي مسجد ته د تللو او پکې د لمانځه کولو په نیت کیږي.
- د رسول الله صلى الله عليه وسلم د قبر زيارت کول پداسې توګه حرام دي چې په ځانګړې توګه او په ځانګړې وخت کې ورتګ عادت وګرځول شي، او همدارنګه د هر قبر زيارت کول حرام دي.
- د خپل رب په وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم درناوی، چې په هر وخت او هر ځای کې یې پرې درود او سلام وییل روا کړي دي.
- ځکه چې په مقبرو کې له لمانځه څخه د منعې پرېکړه صحابه کرامو کړې وه؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې ده چې له کورونو څخه دې هدیرې جوړې شي، کوم ځای کې چې لمونځونه نه کیږي.