- د انبياوو او صالحانو له قبرونو څخه د عبادت ځایونو جوړولو ممانعت چې د الله لپاره پکې لمونځ وشي، ځکه چې دا کار د شرک لپاره وسیله ده.
- توحید ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم کلکه پاملرنه او لدې وېره چې د قبرونو تعظیم وشي، ځکه چې دا کار شرک ته لار جوړوي.
- په يهودانو او نصاراوو او هغو کسانو د لعنت ويلو جواز چې په قبرونو ودانۍ جوړوي او عبادت ځایونه یې ګرځوي.
- په قبرونو ودانۍ جوړول د یهودو او نصاراوو له طریقو څخه دي، او په حدیث کې هغوی سره له ورته والي منع راغلې ده.
- له قبرونو څخه د جوماتونو جوړولو یوه بڼه دا ده چې تر څنګه یې لمونځ وشي او یا د لمانځه پر مهال ورته مخ شي، که څه هم جومات نه وي جوړ شوی.