- پر قبرونو د جوماتونو جوړول، هلته لمونځ کول او په جوماتونو کې د مړو ښخولو ممانعت؛ تر څو د شرک لاره بنده شي.
- پر قبرونو د جوماتونو جوړول او په هغو کې د انځورونو ایښودل، د یهودانو او نصاراوو کار دی، او څوک چې دا کار کوي د هغوی په شان دی.
- د ذی روحه شیانو انځورولو حرمت.
- څوک چې په قبر باندې جومات جوړ کړي او په هغه کې انځورونه ځای پر ځای کړي، نو دا د الله تعالی له بدو مخلوقاتو څخه دی.
- شریعت د ټولو هغو لارو په بندولو سره چې شرک ته لار هواروي، د توحید د لارې بشپړه ساتنه کوي.
- د صالحانو په اړه د مبالغې کولو څخه ممانعت؛ ځکه چې دا په شرک کې د واقع کېدلو یو لامل دی.