- د قرآن کریم په څېر باید د سنتو درناوی هم وشي او په څېر یې ومنل شي.
- د رسول - صلی الله علیه وسلم - اطاعت د الله تعالی اطاعت دی، او نافرماني یې د الله تعالی نافرماني ده.
- د سنتو د اعتبار ثبوت او په هغه چا رد چې سنت نه مني او انکار ورڅخه کوي.
- څوک چې له سنت څخه مخ واړوي او ادعا وکړي چې قرآن ورته بسنه کوي، نو هغه له دواړو څخه مخ اړولی دی او له قرآن څخه د پیروۍ کولو په دعوا کې دروغجن دی.
- د هغه صلی الله علیه وسلم د نبوت له دلایلو څخه یو د هغه څه په اړه خبر ورکول دي چې په راتلونکي کې به پېښیږي، او په هغه ډول پېښ شول لکه څرنګه یې چې ترې خبر ورکړی و.