/ الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم...

الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «قال الله تبارك وتعالى: أنا أغنى الشركاء عن الشرك، من عمل عملًا أشرك فيه معي غيري، تركتُهُ وشركَهُ». «الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».
مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي دي: هغه له شریکانو څخه تر ټولو غني شریک دی، ځکه هغه له ​​هر څه څخه بې پروا دی، او دا چې انسان کله له اطاعت څخه یو عمل وکړي او هغه د الله او غیرالله لپاره وګرځوي، نو الله تعالی یې پریږدي او ورڅخه یې نه قبلوي، او په خاوند یې بېرته ور واپس کوي. نو عمل باید خالص د الله تعالی لپاره وي، ځکه چې هغه پاک ذات یوازې هغه څه مني چې خالص د هغه کریم ذات لپاره وي.

Hadeeth benefits

  1. د شرک له ټولو ډولونو څخه ځان ساتل؛ او دا چې د عمل د قبلېدلو مانع ګرځي.
  2. د الله تعالی د بډایتوب او عظمت احساس کول مرسته کوي چې عمل کې اخلاص وموندل شي.