- د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مینه، او محبت ته یې په ټول مخلوق لومړیتوب ورکول واجب دي.
- د بشپړ محبت له نښانو څخه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو ملاتړ او پدې لاره کې په ځان او مال سره قرباني ورکول دي.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه کول د دې تقاضا کوي چې په هغه څه کې یې اطاعت وشي چې امر یې پرې کړی، په هغه څه کې ریښتنی وګڼل شي چې خبر یې پرې ورکړی، له هغه څه څخه ډډه وشي چې منع او رټل یې پرې کړي، پیروي یې وشي او بدعتونه پرېښودل شي.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم حق د ټولو خلکو څخه لوی او ثابت دی، ځکه چې هغه زمونږ له ګمراهۍ څخه د خلاصون، له اور څخه د ژغورل کېدو او د جنت ګټلو لامل و.