- په تعظیم او ستاینه کې له شرعي حد څخه د اوړېدلو په اړه خبرداری؛ ځکه چې دا د شرک سبب ګرځي.
- هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه امت ته خبرداری ورکړی و، پدې امت کې پېښ شول، نو یوې ډلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه افراط وکړ او یوې بلې د اهل بیت په اړه، او بلې ډلې د اولیاوو په اړه؛ نو ټول په شرک کې واقع شول.
- رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ځان په اړه وویل چې هغه د الله بنده دی؛ تر څو خلکو ته وښایي چې د الله روزلی شوی بنده دی، او جایز ندی چې د ربوبیت له ځانګړتیاوو څخه په کوم شي سره یاد شي.
- رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل ځان په اړه یادونه وکړه چې د الله رسول دی؛ تر څو ښکاره کړي چې هغه د الله تعالی لخوا لیږلی شوی پيغمبر دی، نو تصدیق او پيروي یې واجب ده.