- پر هغه څه باید تمرکز وشي چې خورا مهم او اړین وي او هغه څه پرېښودل شي چې سمدلاسه ورته اړتیا نه وي، او د هغه څه په اړه په پوښتنې کولو له مشغولېدلو باید ډډه وشي چې پېښ شوي نه دي.
- د داسې پوښتنو کول حراموال دي چې کېدی شي مسئلې پېچلې کړي، شکونو ته دروازه پرانیزي او د ډېرو اختلافاتو لامل وګرځي.
- د ټولو ممانعتونو په پرېښودلو امر؛ ځکه چې په پرېښودلو کې یې کوم مشکل نشته، لدې امله په عامه توګه ترې منع راغلې ده.
- پر هغه څه باید امر وشي چې د وس مطابق یې کول مطلوب دي؛ ځکه کېدی شي ځینې وختونه یې کول ستونزمن وي او یا یې انسان له کولو عاجز شي؛ له دې امله یې ادا کول د وس مطابق غوښتل شوي.
- د ډېرو پوښتنو کولو حرمت، علماوو پوښتنې کول په دوو برخو وېشلي: لومړی: هغه دي چې د دين په اړه د څه شي زده کولو ته اړتیا وي لکه د صحابه کرامو پوښتنې، نو دا هغه پوښتنې دي چې په کولو یې امر شوی. او دویم: هغه پوښتنې دي چې سختي او تکلیف زیږوي، نو دا ډول پوښتنې حرامې دي.
- دې امت ته د خپل پېغمبر د نافرمانۍ په اړه خبرداری، لکه څنګه چې له دوی نه وړاندې په مخکنیو امتونو کې شوي دي.
- د هغه څه په اړه ډېرې پوښتنې چې اړتیا ورته نه وي او د پیغمبرانو په اړه اختلاف د هلاکت لامل دی، په ځانګړي توګه په هغه مسئلو کې چې رسېدل ورته شوني نه دي، لکه: د غیبو مسایل چې یوازې الله پرې پوهیږي او د قیامت د ورځې حالات.
- د سختو مسائلو په اړه د پوښتنې کولو ممانعت، اوزاعي فرمایلي: کله چې الله تعالی وغواړي خپل بنده د علم له برکت څخه محروم کړي نو پر ژبه یې غولوونکي پوښتنې راولي (هغه چې خلک پرې تېر باسي)، نو دا ډول خلک مې تر ټولو د لږ علم خاوندان وموندل: او ابن وهب فرمایلي: له مالک څخه مې اورېدلي چې ویل یې: په علم کې ځان ښودنه د سړي له زړه نه د علم روښنایي لرې کوي.