- د استفتاح دعا په پټه لوستل، که څه هم لمونځ په جهري لمانځه کې وي.
- صحابه کرام رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حرکاتو او سکناتو کې د هغه د حال احوال معلومولو ته لیواله وو.
- د استفتاح (سبحانک اللهم وبحمدک..) دعا په نورو بڼو هم راغلي دي، خو غوره دا ده چې سړی هغه الفاظ ووایي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، نو کله دې یوه بڼه وایي او کله بله بڼه.