يا بلالُ، أقِمِ الصَّلاةَ، أرِحْنا بها».
«اې بلاله، د لمانځه لپاره - اذان او - اقامت وکړه او مونږ پرې راحت کړه
له سالم بن ابي الجعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې يو سړي وويل: کاش چې لمونځ مې کړی وای نو راحت شوی به وم، نو لکه چې دوی د هغه لپاره دا خبره عیب وګڼله او ملامت یې کړ، هغه وویل چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: «يا بلالُ، أقِمِ الصَّلاةَ، أرِحْنا بها».
«اې بلاله، د لمانځه لپاره - اذان او - اقامت وکړه او مونږ پرې راحت کړه».
ابوداود روايت کړی دی
تشریح
له صحابه و څخه یو سړي وویل: کاش چې لمونځ مې کړی وای نو راحت شوی به وم، داسې انګېرل کېده لکه چې چاپېره خلکو پدې خبره ملامت کړ، نو هغه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې وییل یې: اې بلاله! د لمانځه لپاره اذان وکړه او لمونځ ودروه؛ تر څو پرې راحت شو، دا ځکه چې په لمانځه کې د الله تعالی سره مناجات کیږي او زړه او روح ته پکې سکون دی.