/ إِنَّ الْعَهْدَ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمُ الصَّلَاةُ، فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ». «یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو...

إِنَّ الْعَهْدَ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمُ الصَّلَاةُ، فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ». «یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو...

له بریده رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ الْعَهْدَ الَّذِي بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمُ الصَّلَاةُ، فَمَنْ تَرَكَهَا فَقَدْ كَفَرَ». «یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو».

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې د مسلمانانو او نورو کفارو او منافقانو تر منځ ژمنه او تړون یوازې لمونځ دی، نو چا چې پرېښوده یقینا چې کافر شو.

Hadeeth benefits

  1. د لمانځه لوی اهمیت، او دا د مؤمن او کافر ترمنځ بیلوونکی دی.
  2. د اسلام د احکامو ثبوت د انسان په ظاهري حالت دی پرته له باطن څخه یې.