- د فاتحې (سورت) لوی شان لري او دا چې الله تعالی ورته (لمونځ) ویلی دی.
- خپل بنده ته د الله تعالی د پاملرنې بیان، چې د خپل بنده په حمد، ثنا او لویۍ بیانولو سره یې د هغه ستاینه وکړه، او له هغه سره یې ژمنه وکړه چې څه وغواړي هغه به ورکړي.
- د دې سپيڅلي سورت په ترڅ کې د الله تعالی ستاینه، د آخرت یادوونه، له الله تعالی څخه د دعا غوښتنه، هغه ته په عبادت کې اخلاص، له هغه څخه سمې لارې ته د هدایت سوال او د باطلو لارو په اړه خبر داری ورکړ شوی دی.
- لمونځ کوونکی چې کله فاتحه لولي نو دا سورت احساسوي، او په لمانځه کې یې عاجزي زیاتیږي.