- هغه لمونځ د ګناهونو لپاره کفاره ده چې بنده ورته په ښه ډول اودس کړی وي، په عاجزۍ سره یې ادا کړي او موخه یې یوازې د الله جل جلاله رضا وي.
- په عباداتو کې د استقامت فضیلت او دا چې دا د کوچنیو ګناهونو د بخښنې لامل دي.
- د ښایسته اودس او لمانځه فضیلت او دا چې خشوع پکې وشي.
- د کوچنيو ګناهونو د بخښلو لپاره له لویو ګناهونو څخه د ځان ساتلو اهمیت.
- لوی ګناهونه یوازې په توبه بخښل کیږي.