- کور ته د ننوتلو او د خوراک پر مهال د الله جل جلاله یادول مستحب دي، ځکه چې شیطان په کورونو کې شپې تیروي او د کور د خلکو له خوړو څخه هغه مهال خوراک کوي چې الله جل جلاله یاد نه کړي.
- شیطان بني آدم په کار، چال چلند او ټولو چارو کې څاري، نو کله چې د الله جل جلاله له یاد څخه غفلت وکړي، هغه څه ترې ترلاسه کوي چې هغه یې ترې غواړي.
- د الله جل جلاله یادول شیطان شړي.
- هر شیطان پیروان او دوستان لري چې په ویناوو یې خوشحالیږي او له امر څخه یې پيروي کوي.