- جومات ته د ننوتلو او راوتلو پر مهال د دې دعاګانو وییل مستحب دي.
- د ننوتلو سره د رحمت یادونه او له راوتلو سره د فضیلت یادونه: د دې لپاره وه چې داخل شوی کس په هغه څه مشغول شو چې الله تعالی او د هغه جنت ته یې نږدې کوي نو د هغه لپاره مناسبه وه چې د رحمت یادونه وشي، او کله چې راووځي نو په ځمکه کې هڅه کوي او د الله تعالی د فضل پسې پلټنه کوي، نو مناسبه وه چې د فضیلت یادونه وشي.
- دا دعاګانې هغه مهال وییل کیږي کله چې جومات ته د ننوتلو او یا له جومات څخه د راوتلو اراده ولري.