- پناه غوښتل عبادت دی کله چې د الله تعالی یا د هغه په نومونو او صفتونو سره وشي.
- د الله جل جلاله په کلام سره د پناه غوښتلو جواز، ځکه چې کلام د هغه پاک ذات له صفتونو څخه یو صفت دی؛ په خلاف د مخلوق؛ ځکه چې په مخلوق پناه غوښتل شرک دی.
- د دې دعا فضیلت او برکت.
- په اذکارو سره تحصن (ځان ساتنه)، له شرونو څخه د بنده د ساتلو یو لامل دی.
- په غیر الله د پناه غوښتلو بطلان لکه په: پیریانو، جادوګرانو، جعلکارانو او داسې نورو.
- د هغه چا لپاره د دې دعا مشروعیت چې د اقامت یا سفر پر مهال په یو یو ځای کې استوګن شي.