له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «أَفْضَلُ الذِّكْرِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَفْضَلُ الدُّعَاءِ: الْحَمْدُ لِلهِ».
«تر ټولو غوره ذکر : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ دی، او تر ټولو غوره دعا: الحمد لله ده».
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې تر ټولو ښه ذکر: "لا إله إلا الله" دی، معنا دا چې له الله پرته بل حقیقي معبود نشته، او غوره دعا الحمد لله ده؛ چې معنا یې اعتراف کول دي پر دې چې لوروونکی هماغه الله پاک دی، هغه ذات چې د ښایسته او پوره ستاینې وړ دی.
Hadeeth benefits
د توحید په کلمې سره د الله تعالی په زیات یادولو ټینګار، او د الله په ستاینې (الحمد) سره دعا کول.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others