له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: «لَأَنْ أَقُولَ: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ».
«دا چې : ( سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ) ووایم؛ دا راته له هر هغه څه نه غوره دي چې لمر پرې راختلی دی».
مسلم روايت کړی دی
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې په دې سترو کلماتو سره د الله جل جلاله یادول له دنیا او څه چې پکې دي غوره دي او هغه (کلمې) دا دي:
"سبحان الله": له نیمګړتیاوو څخه د الله جل جلاله پاکوالی.
"الحمد لله": له محبت او تعظیم سره د کمال په صفتونو د هغه ستایل.
"لا إله إلا الله": له الله جل جلاله پرته بل حق معبود نشته.
"الله أكبر" الله جل جلاله له هر شي لوی او ځواکمن دی.
Hadeeth benefits
د الله جل جلاله په ذکر ټینګار، او دا چې د الله ذکر له هر هغه څه نه غوره دی چې لمر پرې راختلی.
ډېر ذکر ته هڅول؛ د ثواب او احسان په وجه.
د دنیا خوندونه لږ او شهوتونه یې له منځه تلونکي دي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others