- پاکوالی په دوه ډوله دي: ظاهري پاکوالی چې په اودس او غسل کولو سره رامنځته کیږي، او باطني پاکوالی چې په توحيد، ايمان او نيکو عملونو سره رامنځته کیږي.
- په لمانځه باندې د پابندۍ اهمیت، ځکه چې دا په دنيا او د قیامت په ورځ د بنده لپاره روښنایي ده.
- صدقه د ایمان د ریښتینولۍ ثبوت دی.
- په قرآن باندې د عمل کولو او تصدیقولو اهمیت، ترڅو ستاسو لپاره دلیل شي، نه ستاسو په وړاندې.
- که نفس په اطاعت سره مشغول نه کړې، نو تاسو به په نافرمانۍ مشغول کړي.
- هر انسان باید عمل وکړي؛ نو یا خو به ځان په پيروۍ کولو سره ازاد کړي، او یا به یې په سرغړونې ( ګناه ) سره هلاک کړي.
- صبر زغم او محاسبې ته اړتیا لري او سختي ده پکې.