/ مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ»."څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ...

مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ»."څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ»."څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي".
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې په ورځ کې سل ځلې «سبحان الله و بحمده»: ووایي؛ د هغه ګناهونه به وبخښل شي او له مینځه به لاړ شي، که څه هم د سمندر د پاسه د سپین ځګ په څېر زیات وي؛ کله چې په څپو او هیجان راشي.

Hadeeth benefits

  1. دا اجر د هغه چا لپاره دی چې دا ذکر د ورځې په پرلپسې یا متفرقه ډول وکړي.
  2. (تسبیح) له نیمګړتیا څخه د الله تعالی پاکوالي او (حمد) له محبت او تعظیم سره د هغه یادولو ته وایي.
  3. په حدیث کې له ګناهونو بخښلو څخه مراد واړه ګناهونه دي او کوم چې لوی (کبیره) ګناهونه دي نو هغه له توبې پرته نه بخښل کیږي.