له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ، ثَقِيلَتَانِ فِي الْمِيزَانِ، حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ: سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيمِ، سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ».
«دوه کلمې دي چې په ژبه سپکې، په تله کې درنې او رحمان - ذات - ته محبوبې دي: سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيمِ، سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ»، یعنې پاکي عظیم الله لره ده، پاکي او ستاینه الله لره ده».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو کلمو په اړه خبر ورکوي چې یو سړی یې له سختۍ پرته او په هر حالت کې ویلی شي او دا چې په تله کې یې اجر ډیر لوی دی، او دا چې زمونږ رب؛ رحمان ذات یې خوښوي.
سبحان الله العظيم، سبحان الله وبحمده؛ ځکه چې پدې دواړو کلمو کې الله تعالی په لویۍ او کمال سره یاد شوی، او له نقص څخه یې پکې پاکي بیان شوي ده.
Hadeeth benefits
ترو ټولو ستر ذکر هغه دی چې په هغه کې د الله تعالی پاکۍ او پرې ثنا ویل یو ځای شوي وي.
پر بنده ګانو باندې د الله تعالی د لوی رحمت بیان، هغه ذات په لږ عمل باندې زیات ثواب ورکوي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others