- د قرانکریم په ډېر تلاوت باندې ټینګار.
- لوستونکي ته د هرې کلمې د هر حرف په بدل کې نیکي ده چې په لس چنده ورته شمېرل کیږي.
- د الله جل جلاله پراخه رحمت او سخاوت، چې بندګانو ته یې د خپل فضل او سخاوت له مخې اجر څو چنده کړی دی.
- په نورو ویناوو د قرآن کریم فضیلت او دا چې تلاوت کول یې عبادت دی؛ ځکه چې دا د الله جل جلاله کلام دی.