- پر دین منګولې لګول او په نېکو عملونو بیړه کول مخکې لدې چې پر وړاندې یې خنډونه پيدا شي.
- په آخره زمانه کې د ګمراه کوونکو فتنو پرله پسې راتلو ته اشاره، او دا چې کله یوه فتنه له منځه لاړه شي، بله فتنه ورپسې راځي.
- کله چې د يو چا دين کمزوری شي او د دنيوي معاملاتو لکه پيسو او نورو شيانو په بدل کې ترې تېر شي، نو دا د ده د انحراف، دين پرېښودلو او فتنو سره د ملتیا لامل کېږي.
- په حدیث کې دلیل دی چې نېک عملونه له فتنو څخه د خلاصون سبب ګرځي.
- فتنې دوه ډوله دي: د شبهو فتنې چې علاج یې زده کړه ده، او د شهوتونو فتنې چې علاج یې ایمان او صبر دی.
- په حدیث کې دې ته اشاره ده چې د چا عمل لږ وي نو فتنه ورته زر رسیږي او د چا عمل چې ډېر وي نو خپل عمل ته دې نه مغروره کیږي بلکې نور دې هم زیات کړي.