- پر خوښۍ د شکر وېستلو او پر مصیبت د صبر کولو فضیلت، نو چا چې دا وکړل د دنیا او اخرت خیر به تر لاسه کړي، او چا چې پر نعمت شکر ادا نه کړ، او پر مصیبت یې صبر ونه کړ، نو له ثواب څخه به محروم شي، او ګناهکار به شي.
- د ایمان فضیلت او دا چې په هر حالت کې ثواب یوازې د مؤمنانو لپاره دی.
- د خوښۍ پر مهال شکر او په سختۍ صبر کول د مؤمن له ځانګړنو څخه دي.
- د الله جل جلاله په پرېکړو او تقدیر ایمان په ټولو شرایطو کې مؤمن بشپړ راضي کوي، د نورو برعکس چې د مصیبت پر مهال په دوامداره توګه ناراضه وي او کله چې ورته د الله تعالی کوم نعمت ورسیږي، نو د الله له اطاعت څخه پرې مشغول شي، دا خو لا پریږده چې د هغه په نافرمانۍ کې یې مصرف کړي.