{په يقيني توګه صفا او مروه د الله د دین له نښانو ځینې دي، نو څوک هم چې د حج بیت الله او یا عمرې (اراده) وکړي، نو پر ده هیڅ وبال (ګناه) نه شته (په دې کې) چې طواف وکړي په دې دواړو، او هر څوک چې په خپله خوښه څه نیکي وکړي، نو بېشکه الله قدرکوونکی، ښه عالم دی.} (د بقرې سورت
: 158).
۞ إِنَّ ٱلصَّفَا وَٱلۡمَرۡوَةَ مِن شَعَآئِرِ ٱللَّهِۖ فَمَنۡ حَجَّ ٱلۡبَيۡتَ أَوِ ٱعۡتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَاۚ وَمَن تَطَوَّعَ خَيۡرٗا فَإِنَّ ٱللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ
{او (یوازې) د الله لپاره حج او عمره ادا کړئ، نو که چېرې ایسار شوئ (د حج او عمرې له پوره کولو)، نو د توان په اندازه هدیه (قرباني) وکړئ او خپل سرونه (وېښتان) مه خرئی تر څو چې قرباني خپل ځای ته نه وي رسېدلي، خو كه څوك له تاسې نه ناروغ وي يا يې په سر كې څه تكليف وي (او له دې امله خپل سر وخريي) نو هغه دې د فديې په توګه روژې ونيسي، يا دې خيرات ورکړي، يا دې قرباني وكړي. نو کله چې په امن کې شوئ (او تاسې دحج له ورځو وړاندې مكې ته ورسېدئ) نو چا چې له تاسې څخه له حج نه وړاندې له عمرې څخه ګټه واخيستله، هغه دې د خپل وس په اندازه قرباني وكړي، او كه (قرباني) یې ونه موندله، نو درې روژې دې په حج كې ونيسي او اوه روژې چې کله (خپل ځای ته) ستانه شئ، دا لس پوره ورځې دي دا (حکم د حج تمتع) د هغه چا لپاره دی چې کورنۍ (ځای یې) په مسجد الحرام کې نه وي. او له الله و وېرېږئ او پوهه شئ چې الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.} (د بقرې سورت
: 196).
وَأَتِمُّواْ ٱلۡحَجَّ وَٱلۡعُمۡرَةَ لِلَّهِۚ فَإِنۡ أُحۡصِرۡتُمۡ فَمَا ٱسۡتَيۡسَرَ مِنَ ٱلۡهَدۡيِۖ وَلَا تَحۡلِقُواْ رُءُوسَكُمۡ حَتَّىٰ يَبۡلُغَ ٱلۡهَدۡيُ مَحِلَّهُۥۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوۡ بِهِۦٓ أَذٗى مِّن رَّأۡسِهِۦ فَفِدۡيَةٞ مِّن صِيَامٍ أَوۡ صَدَقَةٍ أَوۡ نُسُكٖۚ فَإِذَآ أَمِنتُمۡ فَمَن تَمَتَّعَ بِٱلۡعُمۡرَةِ إِلَى ٱلۡحَجِّ فَمَا ٱسۡتَيۡسَرَ مِنَ ٱلۡهَدۡيِۚ فَمَن لَّمۡ يَجِدۡ فَصِيَامُ ثَلَٰثَةِ أَيَّامٖ فِي ٱلۡحَجِّ وَسَبۡعَةٍ إِذَا رَجَعۡتُمۡۗ تِلۡكَ عَشَرَةٞ كَامِلَةٞۗ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمۡ يَكُنۡ أَهۡلُهُۥ حَاضِرِي ٱلۡمَسۡجِدِ ٱلۡحَرَامِۚ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلۡعِقَابِ
{د حج (وخت) معلومې میاشتې دي، نو چا چې په دې میاشتو کې پر خپل ځان حج فرض کړ (د حج نیت یې وکړ)، نو نه دې هغه جماع (شهواني عمل) کوي، نه ګناهونه او نه جګړې د حج (په ورځو) کې او تاسې چې څه ښېګڼې (نېکۍ) کوئ الله تعالی پرې پوهېږئ او (له ځانونو سره) توښه واخلئ، بېشکه (تر هرڅه) غوره توښه تقوا (پرهېزګاري) ده او له ما نه ووېرېږئ اې د عقل خاوندانو.} (د بقرې سورت
: 197).
ٱلۡحَجُّ أَشۡهُرٞ مَّعۡلُومَٰتٞۚ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ ٱلۡحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي ٱلۡحَجِّۗ وَمَا تَفۡعَلُواْ مِنۡ خَيۡرٖ يَعۡلَمۡهُ ٱللَّهُۗ وَتَزَوَّدُواْ فَإِنَّ خَيۡرَ ٱلزَّادِ ٱلتَّقۡوَىٰۖ وَٱتَّقُونِ يَٰٓأُوْلِي ٱلۡأَلۡبَٰبِ
{نشته په تاسې باندې هیڅ ګناه په دې کې چې غواړئ فضل (روزي) د رب خپل، نو هر کله چې راکوز شئ له عرفات څخه نو له مشعر الحرام (د مزدلفې وروستۍ برخې) سره د الله تعالی ذکر (یادونه) کوئ او هغه شان یې یادوئ، لکه څنکه یې چې تاسي ته لارښوونه کړې ده، که نه نو تاسي له دې وړاندې له ګمراهانو ځینې واست.} (د بقرې سورت
: 198).
لَيۡسَ عَلَيۡكُمۡ جُنَاحٌ أَن تَبۡتَغُواْ فَضۡلٗا مِّن رَّبِّكُمۡۚ فَإِذَآ أَفَضۡتُم مِّنۡ عَرَفَٰتٖ فَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ عِندَ ٱلۡمَشۡعَرِ ٱلۡحَرَامِۖ وَٱذۡكُرُوهُ كَمَا هَدَىٰكُمۡ وَإِن كُنتُم مِّن قَبۡلِهِۦ لَمِنَ ٱلضَّآلِّينَ
{بیا له هغه لوري راکوز شئ (له عرفات څخه) له کوم لوري چې خلک راکوزېږي او له الله څخه بخښنه وغواړئ، بېشکه الله تعالی بخښونکی او رحیم دی.} (د بقرې سورت
: 199).
ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنۡ حَيۡثُ أَفَاضَ ٱلنَّاسُ وَٱسۡتَغۡفِرُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ
{نو کله مو چې د حج مناسک ترسره کړل، نو د الله د تعالی داسې یادونه وکړئ، لکه څنګه به مو چې خپل پلرونه (د جاهلیت پر مهال په ویاړ) یادول، بلکې له هغې هم زیات، نو له خلکو نه ځینې داسې دي چې وايي: اې زموږ ربه! موږ ته په دنیا کې (زموږ برخه او نعمتونه) راکړه، نو داسې (انسان) ته په آخرت کې هیڅ برخه نشته.} (د بقرې سورت
: 200).
فَإِذَا قَضَيۡتُم مَّنَٰسِكَكُمۡ فَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ كَذِكۡرِكُمۡ ءَابَآءَكُمۡ أَوۡ أَشَدَّ ذِكۡرٗاۗ فَمِنَ ٱلنَّاسِ مَن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِي ٱلدُّنۡيَا وَمَا لَهُۥ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنۡ خَلَٰقٖ
{او له دوی نه ځینې هغه څوک دي، چې وايي: اې زموږ ربه، موږ ته په دې دنیا (لږ ژوند) کې ښېګڼه (نعمت) راکړه او په آخرت کې هم ښېګڼه (جنت) راکړه او موږ د اور له عذابه وساته.} (د بقرې سورت
: 201).
وَمِنۡهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِي ٱلدُّنۡيَا حَسَنَةٗ وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِ حَسَنَةٗ وَقِنَا عَذَابَ ٱلنَّارِ
{د دغو کسانو لپاره د خپلو کړنو (نېکو اعمالو) په سبب (لویه) برخه ده او الله تعالی ډېر ژر حساب اخیستونکی دی.} (د بقرې سورت
: 202).
أُوْلَٰٓئِكَ لَهُمۡ نَصِيبٞ مِّمَّا كَسَبُواْۚ وَٱللَّهُ سَرِيعُ ٱلۡحِسَابِ
{او یادوئ! الله تعالی په څو شمیرل شویو ورځو (د تشریق) کې، نو هر چا چې بیړه وکړه (په تلو کې له منی څخه مکې ته) په دوو ورځو کې نو نشته هیڅ ګناه پر دغه تلوار کوونکی او هر چا چې تاخیر وکړ نو نشته هیڅ ګناه په ده باندې دا (بېګناهی) د هغه چا لپاره ده چې پرهیز يې کړی وي (له مناهیو څخه). او له الله څخه (تل) وېرېږئ! او پوهه شئ چې بېشکه تاسې خاص الله ته ورټولېږئ (د سزا لپاره).} (د بقرې سورت
: 203).
۞ وَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ فِيٓ أَيَّامٖ مَّعۡدُودَٰتٖۚ فَمَن تَعَجَّلَ فِي يَوۡمَيۡنِ فَلَآ إِثۡمَ عَلَيۡهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلَآ إِثۡمَ عَلَيۡهِۖ لِمَنِ ٱتَّقَىٰۗ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّكُمۡ إِلَيۡهِ تُحۡشَرُونَ
{بېشکه لومړنی کور چې خلکو ته جوړ شوی (عبادت لپاره) هماغه دی چې په مکه کې دی، برکتي او ټولو خلکو ته لارښود دی.} (د آل عمران سورت
: 96).
إِنَّ أَوَّلَ بَيۡتٖ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكٗا وَهُدٗى لِّلۡعَٰلَمِينَ
{په دې (کوټه) کې ښکاره نښې دي (ځینې يې) مقام د ابراهیم دی، او هر څوک چې ننووت دې (کعبې) ته، نو په امن کې شو او پر خلکو د الله دا (فرض حق) دی، د دې کور (بیت الله) حج (قصد کول په نیت د حج)، پر هغه چا چې هغه (بیت الله) ته د تګ توان لري او څوک چې کافر شو (د دې امر له منلو انکار وکړي)، نو بېشکه چې الله له ټولو عالمیانو بې نیازه دی.} (د آل عمران سورت
: 97).
فِيهِ ءَايَٰتُۢ بَيِّنَٰتٞ مَّقَامُ إِبۡرَٰهِيمَۖ وَمَن دَخَلَهُۥ كَانَ ءَامِنٗاۗ وَلِلَّهِ عَلَى ٱلنَّاسِ حِجُّ ٱلۡبَيۡتِ مَنِ ٱسۡتَطَاعَ إِلَيۡهِ سَبِيلٗاۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ ٱلۡعَٰلَمِينَ
{ای مومنانو (ټول) لوزونه پوره كړئ، د بې ژبې څارويو (ټول ډولونه) درته حلال كړی شول پرته له هغو چې ( وروسته به) درباندې ولوستل شي خو د احرام په وخت كې به ښكار كول ځان ته نه روا كوئ بې شكه الله چې څه غواړى حكم كوي.} (د المائدې سورت
: 1).
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَوۡفُواْ بِٱلۡعُقُودِۚ أُحِلَّتۡ لَكُم بَهِيمَةُ ٱلۡأَنۡعَٰمِ إِلَّا مَا يُتۡلَىٰ عَلَيۡكُمۡ غَيۡرَ مُحِلِّي ٱلصَّيۡدِ وَأَنتُمۡ حُرُمٌۗ إِنَّ ٱللَّهَ يَحۡكُمُ مَا يُرِيدُ